سلهټ کوټه (نوی ژوند کوټه) د پاکستان ټیسټ ټیم کپتان شان مسعود ویلي چې موږ په بیټنګ او بالینګ کې ښه کارکردګي ونه ښوده، هغه وویل چې موږ د میچ ګټلو پوره هڅه وکړه خو په لومړیو درې ورځو کې مو ښه لوبه ونه کړه، او په هر ټیسټ میچ کې هڅه کوو چې خپله پوزیشن ښه کړو، د هغه په وینا د بنګله دېش وروستي څلور لوبغاړي ژر آوټ نه شول او په وروستیو دوو ورځو کې د سخت کار باوجود نتیجه نه وه ترلاسه شوې، شان مسعود زیاته کړه چې ټیسټ کرکټ کې د غلطیو ګنجایش نه وي او باید لوبه د پوره پنځو ورځو پورې په ښه پلان سره وشي۔
