کراچۍ: د پاکستان او کویټ ترمنځ د سمندري (میری ټایم) سکټور کې د همکارۍ د پراخولو پر سر هوکړه شوې ده. د وفاقي بحري چارو وزیر جنید انوار چودري د کویټ له سفیر ناصر عبدالرحمن جاسر المطیری سره په لیدنه کې د انرژۍ ښارګوټو او بندري زیربناوو په پروژو خبرې وکړې. وزیر وویل چې په ګوادر او پورټ قاسم کې د پانګونې پراخ فرصتونه شته او کویټ ته یې د LPG، LNG او خامو تېلو د زېرمه کولو په پروژو کې د شراکت بلنه ورکړه. هغه زیاته کړه چې په پاکستان کې د انرژۍ د ذخیرې پروژې هم روانې دي. کویټي سفیر د پاکستان د سمندري او انرژۍ پروژو سره علاقه څرګنده کړه او دواړو هېوادونو د دې سکټور کې د همکاریو په زیاتولو هوکړه وکړه.
