کراچۍ: د پاکستان سټاک مارکیټ کې د مثبت رجحان په دوام انډیکس یو لک اته شپېته زره پوائنټونو ته لوړ شوی دی. د کاروباري اونۍ په څلورمه ورځ د سوداګرۍ په پیل کې بازار کې د پام وړ تیزی ولیدل شوه او له ۳۰۰۰ څخه زیات پوائنټونه زیاتوالي سره انډیکس ۱۶۸ زره ۱۳۴ پوائنټونو ته ورسېد. یادونه کېږي چې تېر کاروباري ورځ بازار ۱۶۴ زره ۸۳۱ پوائنټونو باندې تړل شوی و.
