لوبي ۲۳ مئی ۲۰۲۶

ايشين جونيئر سکوائش چېمپئن شپ کښې د پاکستان ځلېدونکې کارکردګي، درې لوبغاړي فائنل ته ورسيدل

کوټه (سپورټس ډيسک) ۲۳ مئی:* د ايشين جونيئر سکوائش چېمپئن شپ کښې د پاکستان درې لوبغاړو غوره لوبه کړې او فائنل ته يې لاره موندلې ده. ریان خلیل د هلکانو انډر ۱۵ سيمی فائنل کښې د ملائيشيا جوليس لي هو ته په سټريټ ګېم ماتې ورکړه او فائنل ته ووت، همداراز نعمان احمد خان د هلکانو انډر ۱۷ سيمی فائنل کښې خپل هم وطن محمد عمیر عارف ته ۳-۱ ماتې ورکړه او بريالی سو. د نجونو انډر ۱۵ سيمی فائنل کښې ماہ نور علی د هانګ کانګ تانګ چن سو ته ماتې ورکړه او فائنل ته ورسيده، چي ورسره د پاکستان درې لوبغاړي د اتلولۍ سيالۍ ته رسېدلي دي۔