لوبي ۲۵ مئی ۲۰۲۶

د پاکستان کرکټ ټیم کې بدلونونه، مایک هیسن د رضوان د ډراپ کېدو په اړه وضاحت وکړ

اسلام آباد (نوی ژوند)مائیک ہیسن په راولپنډۍ کې خبري غونډې ته وویل چې ویکټ ساتونکی بیټر محمد رضوان له ټیم څخه لرې کول یو واضح پیغام و چې نورو لوبغاړو ته هم ورکړل شوی دی. د هغه په وینا، تر ده مخکې رضوان نه په ټي20 سکواډ کې و او نه هم کپتان و، او د ویسټ انډیز سیریز وروسته د کپتانۍ په اړه بدلونونه راوستل شوي دي. هیسن وویل چې د لوبغاړو انفرادي کارکردګي او د ټیم ګټې ته په کتو پرېکړې کېږي، ځکه د نړیوال جام نه مخکې محدود یو ورځنیو میچونو کې ټیم ته د پاورپلې، منځنیو اوورونو او د رن جوړولو په برخه کې ښه والي ته اړتیا ده۔