کوټه (نوی ژوند نيوز)د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې کپتان جوش انګلس ویلي دي چې د پاکستان خلک ډېر ښه، مينه ناک او بې کچه مېلمه پال دي او همدا وجه ده چې پاکستان ته راتګ ورته تل خوښ وي۔د راولپنډۍ په ښار کښې د خبري کانفرنس پر مهال د اسټرالیا لوبډلمشر وویل چې پاکستان تل د مېلمه پالنې ښه روایت ساتلی او د لوبډلې لوبغاړي دلته ځان آرام او هرکلی شوی احساسوي. نوموړي زیاته کړه چې په پاکستان کښې د خلکو چلند او مینه د ستاینې وړ ده.جوش انګلس وویل، د ګرم موسم باوجود کرکټ کول تل یو چیلنج وي، خو دا هم حقیقت دی چې کله سیالۍ پیل شي نو موسم تر یوه بریده ښه کېدل شروع شي او د لوبغاړو لپاره نسبتاً اسانتیا رامنځته شي.هغه پاکستان یوه پیاوړې لوبډله وبلله او ویې ویل چې د پاکستان ټیم ته په اسانۍ نه شي کتل کېدای، ځکه دغه لوبډله په خپلو شرایطو کښې هر وخت سخت چیلنج ثابتېدلی شي.د یادونې وړ ده چې د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ سیالي به سبا په راولپنډۍ کښې ترسره شي، چې ورسره د یو ورځنیو سیالیو د ټرافۍ رسمي رونمایي هم شوې ده.
