کوئټه(نوې ژوند ویب نیوز) د بلوچستان د موسمياتو ادارې په ټول صوبه کې د سختې ګرمۍ د څپې په اړه بیړنی خبرداری جاري کړی او ویلي یې دي چې د عربي سمندر له لوري د لوړې فضايي جریان له امله د اونۍ له پای څخه په ډېرو سیمو کې د غیر معمولي ګرم موسم امکان شته، چې دا حالت ممکن راتلونکې اونۍ هم دوام وکړي۔ د ادارې په وینا د ورځې په وخت کې د تودوخې درجه له عادي حالت څخه ۶ تر ۷ درجې سانتي ګراد پورې لوړه کېدای شي، او په لوېدیځو او جنوب لوېدیځو ضلعو کې د تودوخې ریکارډ ماتېدو احتمال هم شته۔ د موسمياتو کارپوهان وايي چې دا حالت د انسانانو روغتیا، زراعت، څارویو او ټرانسپورټ پر چارو جدي اغېز کولی شي۔ د اعلامیې له مخې نوکنډي، دالبندین، چاغي، واشک، پنجګور، خاران، نوشکي، مستونګ، کوئټه، ګوادر، سبی، نصیرآباد، ډیره بګټي، او نورې ګڼې ضلعې به تر سختې ګرمۍ لاندې وي، او په ځینو سیمو کې د دوپهر او ماښام پر مهال د دوړو طوفانونو او تېزو بادونو امکان هم شته۔ ادارې خلکو ته سپارښتنه کړې چې د ورځې له ۱۰ بجو تر ماښام ۶ بجو بې ضرورته له کورونو بهر نه وځي، زیاتې اوبه وڅښي، او د ماشومانو، ښځو او مشرانو ځانګړې پاملرنه وکړي۔
