کوټه(نوې ژوند ویب نیوز) د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې د بلوچستان په ډېری سیمو کې به د دوشنبې په ورځ هوا وچه، صافه او ګرمه وي، او د شمال لوېدیځ له لوري د وچو او تیزو بادونو له امله به د تودوخې درجه نوره هم لوړه شي. راپورونه ښيي چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د صوبې په لوړو، منځنیو، لوېدیځو او ساحلي سیمو کې د ۴۰ څخه تر ۷۰ کیلومتره په ساعت چټکۍ دوړو ډک بادونه چلېدای شي چې د لید کچه به اغېزمنه کړي. د تودوخې له پلوه به سبۍ او باغ د بلوچستان تر ټولو ګرمې سیمې وي، چې د حرارت درجه به تر ۴۷ سانتي ګرېډه ورسېږي، په داسې حال کې چې ډیره مراد جمالي، جېکب آباد، تربت، آواران، خاران، بیله، دالبندین او ډیره بګټي کې به هم سخته ګرمي وي. د صوبې مرکز کوټه کې به اعظمي تودوخه ۳۱ سانتي ګرېډه وي، خو زیارت به د ۲۴ سانتي ګرېډه درجې سره تر ټولو یخه او خوشګواره سیمه پاتې شي. بل لور ته د سند صوبې په دادو، لاړکانه، مهر او شهدادکوټ سیمو کې د سختې ګرمي څپې له امله د تودوخې درجه تر ۴۹ او ۵۰ سانتي ګرېډه پورې رسېدلی شي. روغتیايي متخصصینو خلکو ته سپارښتنه کړې چې له غیر ضروري لمر ګرځېدو ډډه وکړي او د اوبو استعمال زیات کړي.
