تازه خبرونه ۷ جون ۲۰۲۶

د قومي اقتصادي شورا مهمه غونډه نن په اسلام‌آباد کې کېږي، وزیراعلیٰ بلوچستان به د صوبې دریځ وړاندې کوي

اسلام‌آباد(نوې ژوند ویب نیوز) د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال د وفاقي بودیجې د تیاریو او د ملي پرمختیایي لومړیتوبونو د ټاکلو لپاره د قومي اقتصادي شورا مهمه غونډه نن په اسلام‌آباد کې د وزیراعظم پاکستان شهباز شریف په مشرۍ ترسره کېږي. په غونډه کې به د هېواد اقتصادي وضعیت، کلنی پرمختیایي پروګرام، مهمې پروژې او د راتلونکي مالي کال اقتصادي اهداف وڅېړل شي. په دې غونډه کې به وفاقي وزیران، لوړپوړي چارواکي او د څلورو واړو صوبو وزیراعلیان ګډون وکړي. د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي هم اسلام‌آباد ته رسېدلی او تمه ده چې د بلوچستان د وروسته پاتې سیمو د پرمختیایي پروژو، بنسټیزو اسانتیاوو، انرژۍ، تعلیم، روغتیا، اوبو لګولو، مواصلاتو او نورو مهمو برخو لپاره د وفاقي بودیجې څخه د عادلانه ونډې او مرستو په اړه د صوبې پیاوړی دریځ وړاندې کړي.