کوټه(ویب نیوز) د خیبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل افریدي په صوبه کې د زیاتېدونکې ترهګرۍ لامل ناکامه بهرنۍ تګلاره بللې او ویلي یې دي چې په تړلو خونو کې د پرېکړو کولو تګلاره اغېزمنه نه ده. هغه ادعا کړې چې که د دوی پر وړاندیز شوې تګلارې عمل وشي، نو په ۱۰۰ ورځو کې سوله ټینګېدای شي، خو پوښتنه دا ده چې پر دې تګلارې به څوک عمل کوي. سهیل افریدي تور لګولی چې ځینې کسان او وفاقي ادارې د پي ټي آی د ختمولو هڅې کوي. نوموړي ویلي چې د یوه صوبې وزیراعلیٰ چې بلې صوبې ته ځي، د هغه د مخنیوي او له احتجاج څخه د منع کولو چلند هم د اندېښنې وړ دی.
