کوټه(ویب نیوز) د آی اېس پي آر مشر ډګر جنرال احمد شریف چوهدري ویلي چې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو شاوخوا ۸۰ سلنه ځانمرګي بریدګر افغان اتباع دي. هغه عربي رسنیو ته په مرکه کې ویلي چې له افغان طالبانو څخه د پاکستان څرګنده غوښتنه دا ده چې د افغانستان له خاورې دې پر پاکستان ترهګریز بریدونه ودرول شي. د نوموړي په وینا، له افغانستان څخه پاکستان ته د راتلونکو ترهګریزو ډلو په هره ډله کې افغان اتباع موجود وي. هغه وویل، که افغان طالبان د دوحې تړون له مخې پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي، نو پاکستان د خپل دفاع بشپړ حق لري. د آی اېس پي آر مشر زیاته کړه چې په بلوچستان کې ترهګر ولسي ملاتړ نه لري او د دولت تګلاره روښانه ده چې له ترهګرو سره به خبرې نه کېږي.
