پاکستان ۷ جون ۲۰۲۶

د پرمختیایي بجټ په اړه د اسحاق ډار او بلاول بوټو ملاقات، پیپلز ګوند خپل تحفظات وړاندې کړل

اسلام آباد(نوې ژوند ویب نیوز) د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال د پرمختیایي بجټ په اړه د پاکستان د مرستیال وزیر اعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د پیپلز ګوند د مشربلاول بوټو ترمنځ مهمه غونډه ترسره شوه، چې پکې د سند د پرمختیایي پروژو په اړه د ګوند له لوري تحفظات وړاندې شول.د سرچینو له مخې په دې غونډه کې د ، د سند وزیراعلیٰ او صوبایي وزیر جام خان شورو هم ګډون درلود.سرچینې وایي چې د غونډې پر مهال د سند د پرمختیایي پروژو او د بودیجې د وېش په اړه تفصیلي خبرې وشوې، او د پیپلز ګوند مشرتابه خپلې اندېښنې او تحفظات مطرح کړل.د مرستیال وزیر اعظم اسحاق ډار له لوري ډاډ ورکړل شو چې د پیپلز ګوند ټول تحفظات به وڅېړل شي او د پرمختیایي بجټ په جوړښت کې به د ټولو صوبو ګټې په پام کې ونیول شي.