کوټه(نوې ژوند ویب نیوز) د کوټې د سنډېمن سول روغتون ډاکټرې ماه نور ناصر، چې د دندې پر مهال د تیزاب برید ښکار شوې وه، د هغې ورور فرحت خان د پېښې په اړه خپل لومړی تفصیلي او دردناک بیان خپور کړی دی. نوموړي ویلي چې خور یې د معمول په څېر د سرجري وارډ کې خپله دنده ترسره کوله چې ناڅاپه پرې تیزاب وشیندل شو. فرحت خان ویلي، دوی او د کورنۍ نور غړي له سختو ذهني او جسمي کړاوونو سره مخ دي او له ولس او اړوندو ادارو یې غوښتنه کړې چې په دې سخت وخت کې د دوی غږ شي او ملاتړ یې وکړي. هغه د خپلې خور او والدینو لپاره د صبر او زغم دعا هم غوښتې ده.
