کوټه(نوې ژوند ویب نیوز) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي اعلان کړی چې د کوټې د سول روغتون د تیزاب برید په پېښه کې د مېرمن ډاکټرې ماه نور ناصر د ژغورنې لپاره د بې سارې زړورتیا او انسان دوستۍ څرګندونه کوونکي د روغتون کارکوونکي عبدالرزاق ترکۍ ته به د پاکستان د دولت له لوري سول ایوارډ ورکړل شي. وزیراعلیٰ په خپل بیان کې ویلي چې عبدالرزاق ترکۍ د خپل ژوند له خطر سره سره سمدستي مرسته وکړه او د ټپي شوې ډاکټرې د ژغورلو هڅه یې وکړه، چې دا کار د لوړې مېړانې او بشري خواخوږۍ څرګندونه کوي. نوموړي د عبدالرزاق ترکۍ ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دا ډول زړور او مخلص کسان د ټولنې ریښتینې شتمني ده، حکومت به یې قرباني او خدمت هېڅکله هېر نه کړي او د همدې خدمت په درناوي یې د سول ایوارډ لپاره نومولی دی.
