وزیرستان (نوې ژوند ویب نیوز) د جنوبي وزیرستان په لوئر ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د دوو ډلو ترمنځ خونړۍ نښته شوې چې له امله یې ۵ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې، دغه پېښه د توئي خلې تحصیل د ګل کچ په سیمه کې رامنځته شوې، چیرې چې د ځمکې د ملکیت پر سر شخړه تاوتریخوالي ته واوښته او دواړو خواوو پر یو بل ډزې وکړې. د نښتې په پایله کې پنځه کسان ووژل شول چې په وژل شویو کې د پولیسو کانسټیبل سعاد عرف سیدو هم شامل دی. د پېښې له امله سیمه کې کړکېچ زیات شوی، خو ځايي ادارې د امنیت د ټینګښت لپاره لازم اقدامات پیل کړي دي. ټپیان سمدستي د وانا مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او د روغتیايي سرچینو په وینا درملنه یې روانه ده. د پېښې وروسته پولیس او ضلعي اداره سیمې ته رسېدلي، د حالاتو ارزونه یې کړې او د پېښې د لاملونو او مسؤلینو د معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي. چارواکي وایي چې د سیمې د امن او نظم د ساتلو لپاره نور امنیتي تدابیر هم نیول شوي دي.
