کوټه(نوې ژوند ویب نیوز) د کوټې د سول روغتون د تیزاب برید په پېښه کې ټپي شوې مېرمن ډاکټره ماه نور ناصر، چې دا مهال د کراچۍ په آغا خان پوهنتون روغتون کې تر درملنې لاندې ده، روغتیايي حالت یې له خطره بهر او باثباته بلل شوی دی. د روغتون د ډاکټرانو د لومړني راپور له مخې، نوموړې په بشپړ هوش کې ده او د ژوند یا د بدن کوم مهم غړي ته یې سمدستي خطر نه شته. راپور زیاتوي چې د هغې د بدن شاوخوا ۱۳ سلنه برخه د تیزاب له امله سوځېدلې، چې له دې ډلې ۷ تر ۸ سلنه ژور ټپونه دي، خو پاتې اغېزې سطحي دي. همدارنګه د دواړو سترګو په قرنیه کې لږه کدورتیا لیدل شوې، خو د خوشحالۍ وړ خبره دا ده چې د هغې بینایي خوندي پاتې ده. د پلاستیک جراحۍ او سترګو ناروغیو متخصصین د هغې دوامداره څارنه کوي او تمه څرګندوي چې روغتیا به یې په چټکۍ سره ښه شي.
