کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) د جمعیت علمای اسلام نظریاتي بلوچستان مشر مولانا عبدالقادر لوني او د ګوند نورو مشرانو د سول روغتون په ډاکټر ماه نور ناصر د تېزابو د برید پېښه په کلکو ټکو وغندله او دا یې یو وحشیانه، غیر انساني او د اسلامي او قبایلي ارزښتونو خلاف عمل وباله. د ګوند مشرانو وویل چې پر یوې ښځې د تېزابو شیندل نه یوازې یو نه بښل کېدونکی جرم دی، بلکې زموږ پر ټولنیزو ارزښتونو، کلتور او قبایلي دودونو ښکاره برید هم دی. هغوی زیاته کړه چې دا ډول کړنې د وحشت او ناپوهۍ تر ټولو بده بېلګه ده او عاملین یې د انسانیت له دایرې وتلي دي. جے یو آی نظریاتي د صوبایي حکومت او امنیتي ادارو پر کړنو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې حکومت د خلکو د امنیت په تأمین کې پاتې راغلی او د ناامنۍ پرلهپسې پېښې د حکومتي ناکامۍ څرګند ثبوت دی. مشرانو د بریدګر د وژل کېدو په اړه هم پوښتنې راپورته کړې او ویې ویل که له هغه سره یوازې یوه تومانچه وه، نو پولیسو ولې ژوندی ونه نیوه؟ دوی ټینګار وکړ چې دا پېښه باید په شفاف ډول وڅېړل شي او مسؤل کسان دې د قانون منګولو ته وسپارل شي، ځکه د ناامنۍ دوام ولس له سختو اندېښنو او بې باورۍ سره مخ کړی دی.
