کوټه (نوې ژوند پښتو ویب نیوز) د کوټې په سول روغتون کې پر یوې ښځینه ډاکټرې د تیزاب اچونې له دردونکې پېښې وروسته د ډاکټرانو، روغتیايي کارکوونکو او سیاسي حلقو له لوري سخت غبرګونونه راپارېدلي دي. د پېښې وروسته په روغتون کې تاوتریخجن احتجاجونه وشول او د روغتیا ریاستي چارواکو ته د خبري غونډې اجازه ورنه کړل شوه.د ینګ ډاکټرز اېسوسی اېشن غړو د روغتیا ریاست پر ضد شعارونه ورکړل او د بلوچستان د روغتیا سکرتر د سمدستي لرې کولو غوښتنه یې وکړه. مظاهره چیانو د چارواکو موټرې هم محاصره کړې او د روغتون دننه امنیتي وضعیت ترینګلی شو.د پلټنو له مخې، پر ښځینه ډاکټر د تیزاب اچولو تورن کس د سول روغتون شخصي لفټ آپریټر و، چې د نوشکي ولسوالۍ اوسېدونکی بلل شوی دی. چارواکي وایي، تورن د پولیسو له عملیاتو وروسته وژل شوی او د هغه موبایل ټیلیفون د فرانزیکي معاینې لپاره لېږل شوی، څو د پېښې اصلي انګېزې او احتمالي اړیکې معلومې شي.په دې برید کې عبدالرزاق ترین نومي کس هم د ډاکټرې د ژغورلو پر مهال د تیزاب ښکار شوی او ټپي شوی دی. نوموړی دا مهال د روغتون په برنز وارډ کې تر درملنې لاندې دی او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ بلل شوی.د ینګ ډاکټرز اېسوسی اېشن مشرانو ډاکټر حی بلوچ او ډاکټر عادل خان ویلي چې پر پوسټ ګرېجویټ ښځینه ډاکټر د وژنې په نیت برید شوی دی. هغوی د روغتونونو د کمزوري امنیت او د روغتیا ادارې پر کړنو سختې نیوکې وکړې او د روغتیا سکرتر، د سول روغتون د میډیکل سپرنټنډنټ او د امنیتي چارو مسؤل د ګوښه کولو غوښتنه یې وکړه.وایي ډي اې اعلان کړی چې د پېښې پر ضد به له بیړنیو خدمتونو پرته ټولې طبي او جراحي چارې بایکاټ کړي. د پیرامیډیکل کارکوونکو ټولنو هم د دغه احتجاج ملاتړ کړی او د خدماتو ځنډولو اعلان یې کړی دی.وروسته ډاکټر عادل خان وویل چې د لومړنیو معلوماتو خلاف، د متخصصینو د معاینې له مخې د اغېزمنې ډاکټرې د بدن شاوخوا ۱۵ سلنه برخه سوځېدلې ده، خو دا بیا هم یو ډېر جدي او وحشیانه جرم دی او د عدالت غوښتنه به دوام ولري.بل لور ته، د پاکستان مسلم لیګ (ن) د بلوچستان جنرل سېکرتر او د قومي اسمبلۍ غړي جمال شاه کاکړ دغه برید په سختو ټکو غندلی او د ښځینه ډاکټرې لپاره یې د غوره درملنې او د روغتیايي کارکوونکو د امنیت د تضمین غوښتنه کړې ده.همدارنګه، نېشنل پارټۍ هم دغه پېښه غیر انساني او بزدلانه بللې او د پېښې د شفافو، بې پرې او هر اړخیزو پلټنو غوښتنه یې کړې ده. ګوند ویلي چې د تورن د وژل کېدو په اړه هم پوښتنې شته او اړینه ده چې ټول حقایق د ولس مخې ته راوستل شي، څو اغېزمنې ډاکټرې ته بشپړ انصاف ورکړل شي.
