تازه خبرونه ۹ جون ۲۰۲۶

بلوچستان: که د حکومت له لوري زموږ ستونزې حل نه شوې نو د جون په 11مه به ټرانسپورټران خپلې موټرې په ملي لویو لارو ودروي، وروسته به هړتال هم پراخ شي — د ایوان صنعت و تجارت خبرداری

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان ایوان صنعت و تجارت، د ټرانسپورټ اتحادیه، د کول ماینز اتحادیه او د تاجرانو نورو مشرانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې که د دوی ستونزې حل نه شي نو د جون په 11مه به ټول ټرانسپورټران خپلې موټرې په ملي لویو لارو ودروي او احتجاج به وکړي، او که بیا هم شنوایی ونه شوه نو په ټول صوبه کې به پہیه جام او شټر ډاون هړتال پیل کړي، چې د هر ډول حالاتو ذمه واري به د حکومت پر غاړه وي، دوی په بلوچستان کې د مال وړونکو موټرو سوځولو، د ټایرونو چاودولو او په زور د سامان ښکته کولو پېښې په کلکو ټکو غندلي او ویلي یې دي چې د امنیت خراب وضعیت له امله کاروباري خلک او ټرانسپورټران هره ورځ د کروړونو روپیو تاوان ویني، هغوی له حکومته غوښتنه کړې چې په ملي لویو لارو د خلکو د مال او ځان تحفظ یقیني کړي، غیر ضروري چیک پوسټونه ختم کړي، ګډ امنیتي نظام جوړ کړي، د کسټم او ټیکس نظام اسانه او شفاف کړي او د سرحدي تجارت او ټرانسپورټ ستونزې ژر تر ژره حل کړي.