د بلوچستان خلک لا هم د خپلو حقونو د ساتنې لپاره پر جمیعت علمای اسلام بشپړ باور لري
کوټه (ویب نیوز) د جمیعت علمای اسلام ضلع کوټه امیر شیخ الحدیث مولانا عبدالرحمن رفیق، ضلعي جنرل سیکرټري حاجي عین الله شمس، سینئر نائب امیر مولانا خورشید احمد، د مرکزي فقهي مجلس مشر او ضلعي سرپرست اعلی مفتي محمد روزي خان، حاجي بشیر احمد کاکړ، مولانا حفیظ الله، مولانا محمد سلیمان، حافظ دوست محمد مدني، مولانا عبدالبصیر، حافظ رشید احمد، حاجي محمد شاه لالا، مفتي نیک محمد فاروقي او حاجي نعمت الله اچکزئي په یوه ګډ بیان کې ویلي چې د بلوچستان غیرتي ولس نن هم د خپلو بنسټیزو او آئیني حقونو د ساتنې لپاره پر جمیعت علمای اسلام بشپړ باور لري. دوی وویل چې د ګوند په وروستیو ولسي غونډو کې د خلکو پراخ ګډون دا څرګندوي چې د ولسي اعتماد او ملاتړ مرکز لا هم یوازې جمیعت علمای اسلام دی. رهبرانو زیاته کړه چې د ګوند زیاتېدونکی نفوذ د سیاسي مخالفینو اندېښنې زیاتې کړي، خو خلک پوهېږي چې جمیعت علمای اسلام تل د ولسي حقونو، جمہوري ارزښتونو او د بلوچستان د مسایلو لپاره مهم رول لوبولی دی او دا مبارزه به په پوره ځواک سره جاري وساتي.
