مقامی ۹ جون ۲۰۲۶

د سول هسپتال کې د او پي ډي بندېدو له امله غریب ناروغان له سختو ستونزو سره مخ شوي

کوئټه: د سول هسپتال کې د او پي ډي بندېدو له امله غریب ناروغان له سختو ستونزو سره مخ شوي دي، او د عامه حلقو اندېښنې زیاتې شوې دي. په کوټه کې د ډاکټرانو د روان احتجاج او د او پي ډي خدماتو د بشپړ بندېدو له کبله له لرې پرتو سیمو راغلي بې وسه او نادار ناروغان له شدیدو مشکلاتو سره مخ دي. عامو او ټولنیزو حلقو ویلي چې دا وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی او یوازې هغه خلک اغېزمنېږي چې د شخصي روغتونونو د درنو لګښتونو توان نه لري. خلکو له حکومت او د ډاکټرانو له تنظیمونو غوښتنه کړې چې تر هغه چې احتجاج دوام لري، ډاکټران دې د انسانیت په خاطر په خپلو شخصي کلینیکونو او روغتونونو کې د غریب ناروغانو معاینه او درملنه وړیا وکړي. یادونه کېږي چې د لیډي ډاکټر ماه نور ناصر پر مبینه تېزاب پاشلو د پېښې وروسته د طبي عملې د خوندیتوب او نورو غوښتنو په ملاتړ ډاکټرانو او پي ډي خدمات بند کړي دي.