مقامی ۹ جون ۲۰۲۶

د مالیې محکمه د ۲۰۲۶-۲۷ صوبایي بجټ سمری وزیر اعلی بلوچستان ته لېږلې

کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان د مالیې محکمه د مالي کال 2026-27 لپاره د نوي صوبایي بجټ د وړاندې کولو په موخه رسمي سمری وزیر اعلی بلوچستان میر سرفراز بګټي ته لېږلې ده. د سرچینو په وینا، تمه ده چې صوبایي بجټ د جون په 14 یا 19 نېټه د بلوچستان اسمبلۍ په ځانګړې غونډه کې وړاندې شي، او د میډیا راپورونو له مخې د مالیې وزیر به د جون په 19 نېټه د مالي کال 2026-27 کلنی بجټ په اسمبلۍ کې وړاندې کړي، خو وروستۍ نېټه به د کابینې د منظورۍ وروسته اعلان شي. چارواکي وایي د بجټ د تیاري عمل وروستي پړاو ته رسېدلی او د مختلفو محکماتو مالي اړتیاوې په پام کې نیول کېږي. د سرچینو مطابق د راتلونکي مالي کال د بجټ ټولیز حجم نږدې 1200 اربه روپۍ اټکل شوی، چې پکې د پرمختیایي پروژو او غیر پرمختیایي لګښتونو لپاره جلا فنډونه شامل دي. همدارنګه، عامه او تجارتي حلقې له دې بجټ څخه د صوبې د پرمختګ، بې روزګارۍ د کمولو او د فلاحی پروژو لپاره د زیاتې ګنجایش تمه لري.