نال(وېب نیوز)د خضدار د تحصیل نال په سیمه کې د یوې منع شوې وسلوالې ډلې د لوی برید وروسته په ټوله سیمه کې سخت کړکېچ او ویره رامنځته شوې ده. د سرچینو له مخې، سلګونه وسلوالو کسانو منظم برید ترسره کړی، د نال ښار یې محاصره کړی، د پولیسو تاڼه یې نیولې او وروسته یې سوځولې ده. همدارنګه د قیمتي ډبرو یوه فابریکه او ګڼې نورې سرکاري او ولسي ودانۍ هم اور ته سپارل شوې دي. بریدګرو څو ساعته د ښار په بېلابېلو برخو کې خپل شتون ساتلی، چې له امله یې خلک په کورونو کې بند پاتې شوي او بازارونه تړل شوي دي. د پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې، اضافي ځواکونه یې استولي او د ننوتلو او وتلو لارې یې بندې کړې دي، خو تر اوسه د ځاني زیان رسمي پخلی نه دی شوی.
