کوټه (سټاف رپورټر)د کوټې ښار د سېټلایټ ټاون په سیمه کې د مېسو دار روډ پر سر د مني مارکېټ بلاک دوه کې د چاودنې له راپور وروسته پولیس، بم شنډولو ډله او مرستندویه ادارې سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي دي.د لومړنیو معلوماتو له مخې د چاودنې د نوعیت او له امله یې د اوښتې احتمالي ځاني او مالي زیان په اړه تر اوسه کوم کره او رسمي معلومات نه دي ترلاسه شوي. امنیتي ځواکونو سیمه په خپل ولکه کې اخیستې، شواهد راټولوي او د پېښې د لاملونو د معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي، په داسې حال کې چې د بم شنډولو ډله د چاودنې د نوعیت او څرنګوالي ارزونه کوي.عیني شاهدان وایي چې د چاودنې غږ د ښار په بېلابېلو سیمو کې اورېدل شوی، چې له امله یې د خلکو ترمنځ وېره او اندېښنه خپره شوې ده. د پېښې له رامنځته کېدو سره سم پولیس او د قانون پلي کوونکو نورو ادارو سرتېري هم سیمې ته رسېدلي دي.د پولیسو چارواکي وایي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او د حقایقو له روښانه کېدو وروسته به نور جزئیات له رسنیو سره شریک شي. له چاودنې وروسته امنیتي ځواکونو په سیمه کې د لټون عملیات هم پیل کړي او له خلکو یې غوښتنه کړې چې د اړتیا پرته د پېښې ځای ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.د نورو جزئیاتو انتظار کېږي.
