کوټه (ویب نیوز) د کوئټې په وحدت کالونۍ کې د یو سرکاري ملازم د مېرمنې او ماشومانو سره د مبینه قتل او ځانوژنې هڅې په پېښه کې، په ویډیو کې نومول شوي کسان د پولیسو له خوا ونیول شول. د پولیسو په وینا د بلوچستان د وزیراعلیٰ په لارښوونه د پېښې پلټنې پیل شوې او څو لوړپوړي سرکاري افسران نیول شوي دي. چارواکو ویلي چې په نیول شوو کسانو کې انډر سیکرټري آفتاب جبل، ډایرکټر انډسټرېز اقبال سربراه او سعید مینګل شامل دي. پولیس زیاتوي چې د پېښې له ځایه شواهد راټول شوي او د واقعې د اصل علت معلومولو لپاره له بېلابېلو اړخونو پلټنې روانې دي.
