اسلام آباد(نوې ژوند ویب نیوز) د قومي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق سره د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي په پارلمان هاوس اسلام آباد کې مهمه لیدنه وکړه چې پکې د هېواد او بلوچستان اړوند چارو، د ګډې دلچسپۍ موضوعاتو او د هېواد پر عمومي سیاسي او پارلماني وضعیت تفصیلي خبرې وشوې. په غونډه کې د بلوچستان ګورنر شیخ جعفر خان مندوخیل او د مسلم لیګ (ن) پارلماني مشر میر سلیم خان کھوسه هم ګډون درلود. د لیدنې پر مهال د وفاق او بلوچستان ترمنځ د اداري او سیاسي اړیکو د لا پیاوړتیا، د پرمختیایي پروژو د شفاف او پر وخت بشپړېدو او د ولسي هوساینې لپاره د ګډو هڅو د زیاتولو په اړه سلا مشورې وشوې. ګډونوالو د جمهوري ادارو د پیاوړتیا، پارلماني همکارۍ او ملي یووالي د لا ټینګښت ژمنه هم تازه کړه، او د بلوچستان د پرمختیايي او اداري ستونزو د حل لپاره یې د ګډې تګلارې پر اړتیا ټینګار وکړ.
