کوټه (نوی ژوند ویب سائټ نیوز) د آل پاکستان بس یونین او د پنجاب او خیبر پښتونخوا بس یونین مرکزي سیکرټرې اطلاعات ظاهر شاه کاکړ په خپل اعلامیه کې ویلي چې د بزنس کمیونټۍ د لوی اتحاد بلوچستان ټرانسپورټرز، ټریډر او ماینز اونرز الائنس په بلنه له نن څخه پیل کېدونکې شټر ډاون او پېښې جام هړتال به بشپړ کامیابول کېږي، مشرانو حاجي میر دولت خان لہړي، وحید خان کاکړ، وزیر خان، حبیب الله خان، اقبال سرګړھ، عبدالمتین او نورو ویلي چې په بلوچستان کې د ټرانسپورټ، تجارت او صنعتي برخې ستونزې ډېرې شوې دي او له همدې امله احتجاج ضروري شوی، دوی وویل چې دا هړتال د کوم ځانګړي ډلې پر ضد نه بلکې د صوبې او هېواد په ګټه ترسره کېږي تر څو د کاروباري خنډونو ختمولو ته لاره هواره شي، مشرانو له وفاقي او صوبایي حکومتونو غوښتنه کړې چې د تاجرو، ټرانسپورټرانو او ماینز مالکانو ستونزې ژر تر ژره حل کړي، او له ولس څخه یې غوښتنه کړې چې د دې احتجاج ملاتړ وکړي ځکه د تجارت بندېدو اغېزې پر عامو خلکو او اقتصاد هم پرېوځي.
