راولپنډۍ/کوټه(نوې ژوند ویب نیوز) د امنیتي ځواکونو له خوا د خضدار ولسوالۍ د نال په سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي عملیاتو کې ۱۴ وسله وال وژل شوي دي. د پوځ د عامه اړیکو ادارې د معلوماتو له مخې، دغه عملیات د وسله والو د موجودیت د کره معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي وو. ویل شوي چې یادو کسانو د پولیسو پر مرکزونو او بانکونو د بریدونو پلانونه لرل، خو امنیتي ځواکونو د چټک اقدام له لارې دغه پلانونه شنډ کړل. د عملیاتو پر مهال څلور موټرې او د چاودېدونکو توکو یوه لویه اندازه هم له منځه وړل شوې ده. په نښته کې لانس حوالدار محمد عباس د هېواد د دفاع پر مهال وژل شوی او د امنیتي ادارو په وینا، په سیمه کې د احتمالي نورو وسله والو د لټون او پاک کارۍ عملیات لا هم روان دي.
