مقامی ۱۰ جون ۲۰۲۶

دُکي: د نرهن پولیسو پر تاڼه وسله وال برید، یو پولیس شهید او دوه ټپیان

دُکي: د دُکي ولسوالۍ د نرهن سیمې پر پولیس تاڼه نامعلومو وسله والو ناڅاپي برید کړی چې له امله یې یو پولیس سرتېری شهید او دوه نور ژوبل شوي دي. د پولیسو د معلوماتو له مخې، د برید پر مهال په تاڼه کې موجودو پولیسو په مېړانه او زړورتیا د بریدګرو پر وړاندې مقاومت وکړ او د دواړو لورو ترمنځ سخته ډزې وشوې. په پېښه کې شهید شوی پولیس سرتېری سید حسن زرکون نومېږي، په داسې حال کې چې محمد ولي زرکون او بلوچ خان لوني ټپیان شوي او د درملنې لپاره سول روغتون دُکي ته لېږدول شوي دي. د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د ایس پي دُکي منصور احمد بزدار په مشرۍ د پولیسو، د ترهګرۍ ضد ځواک او د ایف سي چټک غبرګون ځواک سیمې ته رسېدلي څو بریدګر تعقیب او سیمه خوندي کړي.