کوټه (نوی ژوند ویب سائټ نیوز)پښتونخوا ملي عوامي ګوند په خپل بیان کې د ایف سي له خوا په ډزو کې د ځوان تاجر نصرالله خان د شهادت او د بېګناه ولسي وګړو د ادعا شوې وژنې سخت غندنه کړې او دا یې د امنیتي ځواکونو له خوا د ولسي خلکو د وژنو د لړۍ دوام بللی دی، په بیان کې ویل شوي چې په چمن، قلعه عبدالله او د ډیورنډ کرښې نږدې سیمو کې ولسي وګړي په نښه کېږي او د حکومت او اړوندو ادارو چوپتیا د پوښتنې وړ ده، ګوند له ګورنر، وزیراعلیٰ او آی جي ایف سي څخه غوښتنه کړې چې د پېښې شفافه پلټنه دې وشي، مسوول کسان دې عدالت ته راکش کړل شي او د قربانیانو کورنیو ته دې انصاف ورکړل شي، بیان کې دا هم ویل شوي چې د ضلعي انتظامیې په ډاډ د احتجاجي پرلت ختم شوی و او که وعدې پوره نه شي نو سخت ګامونه به واخیستل شي، په بیان کې په کوټه او جنوبي پښتونخوا کې په کالجونو کې د پښتو څانګې د استادانو د تبادلو او د دې څانګې د ختمولو هڅې هم غندل شوي او دا د پښتون ضد پالیسي بلل شوې، ګوند له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د پښتو ژبې تدریس دې بشپړ خوندي کړي او د استادانو کمي دې ژر تر ژره پوره کړي.
