مقامی ۱۰ جون ۲۰۲۶

د بلوچستان په دکي کې د ۶۰ څخه زیات بار وړونکي موټرونه سوځول شوي، ټرانسپورټرانو د تحفظ د نشتوالي پر ضد سخت غبرګون ښودلی

کوټه (نوی ژوند ویب سائټ نیوز) د ټرک ټرانسپورټ یونین دکي ضلعي صدر رضا محمد ناصر، ضلعي جنرل سیکرټرۍ حاجي جلات خان ناصر او نورو مشرانو په خبري غونډه کې ویلي چې په بلوچستان کې تر اوسه ۶۰ څخه زیات بار وړونکي موټرونه سوځول شوي دي چې له امله یې ټرانسپورټرانو کې سخت تشویش پیدا شوی، هغوی وویل چې ټرانسپورټ برادري ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي خو اړوند ادارو اغېزمن اقدامات نه دي کړي، مشرانو اعلان وکړ چې د غوښتنو تر منلو او د ټرانسپورټرانو د بشپړ تحفظ تر برابرېدو پورې به په ټول صوبه کې د لوډنګ غیر معینه بندیز وي او له 11 جون څخه به په ضلع دکي کې هم د بارولو ټولې چارې بندې وي، دوی له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې ټرانسپورټرانو ته امنیت ورکړي، سوځول شوو موټرو تاوان دې ورکړي او د پېښو مسوول کسان دې ونیول شي، که نه نو احتجاج به نور هم پراخ شي۔