کوټه (نوی ژوند ویب سائټ نیوز) د پولیس لاینز شهید حامد شکیل ملټي پرپز هال کې د ډي آی جي کوټې عمران شوکت په مشرۍ د محرم الحرام د امنیت او انتظاماتو په اړه مهمه غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې د کوټې ډپټي کمشنر مهرالله بادیني، د ایف سي شمالي بلوچستان کمانډنټ، ایس ایس پي آپریشنز، ایف سي سیکټر کمانډران، د پولیسو لوړپوړي افسران، د مختلفو مذهبونو علما کرام، د سوداګرو استازي او نور مشران شامل وو، په غونډه کې د امنیتي پلان، د جلوسونو او مجالسو د څارنې، د ښار په داخلې او خارجي لارو کې د سختې چیکنګ، د سي سي ټي وي کیمرو له لارې د څارنې او د پولیسو او ایف سي ګډو دندو په اړه تفصیلي بحث وشو، همدارنګه د صحت، پی ډي ایم اې، واسا، کیسکو، سوئی ګیس، فائر بریګېډ او سیف سټي ادارو ته د تیار اوسېدو لارښوونه وشوه، علما کرامو او د سوداګرو استازو د امن، ورورولۍ او همکارۍ ژمنه وکړه او وویل چې د محرم الحرام په دوران کې به د هر ډول بېامنۍ او تفرقې د مخنیوي لپاره ګډ کار کوي او د ښار د امن او ثبات د ساتلو لپاره به خپل رول ادا کوي.
