اسلام آباد(نوی ژوند ویب سائټ نیوز) د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطاء تارړ ویلي چې د وروستیو ترهګریزو بریدونو وروسته د پاک افغان سرحدي سیمو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ لویه عملیات ترسره شوې چې پکې د ترهګرو مهمې پټنځایونه، د روزنې مرکزونه او د کمانډ شبکې په نښه شوې دي، د هغه په وینا په موسی دره کې د ایف سي پر چوکي برید او شمالي وزیرستان او بنو کې د ترهګریزو پېښو عاملین په هدف ګرځول شوي چې پکې ۲۶ ترهګر وژل شوي، څلور مهم مرکزونه، د وسلو ډیپوګانې او پټ پناه ځایونه هم له منځه وړل شوي، عطاء تارړ وویل چې د عملیاتو پر مهال مهم کمانډران هم په نښه شوي او دا عملیات په خورا دقیق ډول ترسره شوي، حکومت ویلي چې د “عزم استحکام” تر سیوري لاندې د ترهګرۍ ضد مبارزه به په پوره ځواک روانه وي او د خلکو ساتنه به لومړیتوب وي۔
