کوټه(نوې ژوند ویب نیوز) د جمعیت علمای اسلام نظریاتي بلوچستان مشرانو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې په راحت روغتون کې د سرطان له ناروغۍ سره د مبارزې کوونکو بې وزلو ناروغانو د اسانتیا لپاره ژر تر ژره د صحت کارډ ځانګړې څانګه فعاله کړي. د ګوند مشرانو ویلي چې په یاد روغتون کې د سرطان متخصص ډاکټران د ګڼ شمېر ناروغانو درملنه کوي، خو د صحت کارډ د اسانتیا نشتوالي له امله ډېری غریب ناروغان د درملنې توان نه لري. دوی زیاته کړه چې د سرطان درملنه او درمل ډېر لګښت لري او د بې وزلو خلکو له وسه پورته دي. مشرانو له د بلوچستان وزیر اعلیٰ او د روغتیا وزیر څخه غوښتنه وکړه چې نه یوازې په راحت روغتون بلکې د صوبې په نورو ضلعو کې هم د صحت کارډ مرکزونه فعال کړي، څو خلک په خپلو سیمو کې له دغو اسانتیاوو ګټه واخلي او د درملنې لپاره لرې ښارونو ته د تګ اړتیا ونه لري.
