پاکستان ۱۰ جون ۲۰۲۶

صدر زرداری: پاکستان او روس د متقابل باور او ګډو ګټو پر بنسټ خپل اړیکې نورې هم پیاوړې کوي

اسلام آباد (نوی ژوند ویب سائټ نیوز) په اسلام آباد کې د روس د ملي ورځې په مراسمو کې د وینا پر مهال ولسمشر آصف علي زرداري وویل چې پاکستان او روس د متقابل باور، ګډو ګټو او دوامدارو سفارتي اړیکو پر بنسټ خپلې اړیکې د لا پیاوړتیا لپاره دوامداره هڅې کړې دي، هغه د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین او د روس ولس ته د ملي ورځې مبارکي ورکړه او وویل چې د 2011 کال د خپل سفر ښې خاطرې لا هم تازه دي، ولسمشر وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړپوړو چارواکو منظم تماسونه د اړیکو د مثبت پرمختګ څرګندونه کوي، هغه زیاته کړه چې شاوخوا 1300 پاکستانی زده کوونکي په روسیه کې زده کړې کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ یو مهم پُل جوړوي، زرداري د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د نړیوال امن لپاره د شراکت د لا پیاوړتیا غوښتنه وکړه۔