اسلام آباد(نوی ژوند ویب سائټ نیوز) فدرالي آئيني عدالت د خیبر پښتونخوا کې د نګران حکومت پر مهال شوې ګمارنې غیرقانوني وبللې او د صوبایي حکومت موقف یې درست وګرځاوه، د جسٹس حسن ازهر رضوي په مشرۍ درې کسیز بینچ په خپل تحریري فیصلې کې ویلي چې نګران حکومت یوازې د ورځنیو چارو د پرمخ وړلو واک لري او دایمي ګمارنې یا مهم پرېکړې نشي کولی، عدالت وویل چې نګران حکومت د منتخب حکومت په څېر واکونه نه لري او مهم اقدامات د الیکشن کمیشن له مخکې اجازې ته اړتیا لري، فیصلې کې زیاته شوې چې د ملازمتونو ګمارنه یو دایمي عمل دی او دا د عارضي انتظامي چارو برخه نه شي ګڼل کېدای، عدالت د خیبر پښتونخوا ملازمین برطرفي ایکټ 2025 د آئین او بنیادي حقونو مطابق وګرځاوه او د برطرفه شویو کارکوونکو اپیلونه یې رد کړل، یادونه شوې چې د نګران دورې پر مهال د څلورمې درجې ګڼ شمېر کارکوونکي په دایمي ډول ګمارل شوي وو چې وروسته صوبایي حکومت غیرقانوني بللي وو۔
