کوټه (نوی ژوند ویب سائټ نیوز) د بلوچستان نېشنل ګوند (بي این پي) په مرکزي بلنه د زهرې پېښې پر ضد په قلات ښار کې بشپړ شټر ډاون هړتال روان دی چې له امله یې ټول تجارتي مرکزونه، مارکیټونه، هوټلونه او وړې او لویې دوکانونه تړل شوي، ښار کې د تګ راتګ حالت ډېر کم دی او کاروباري فعالیتونه په بشپړه توګه درېدلي دي، د بي این پي د مرکزي کال پر اساس په پنجګور کې هم ورته شټر ډاون هړتال ترسره شوی چې پکې بازارونه، ادارې او تجارتي مرکزونه بند پاتې شوي، د ګوند مشرانو ویلي چې دا هړتال د زهرې پېښې او امنیتي عملیاتو پر ضد د احتجاج یوه برخه ده او د خلکو د غصې څرګندونه ده، ګوند د خلکو او کاروباري طبقې څخه د ملاتړ مننه کړې او ویلي یې دي چې بي این پي به د ولسي حقونو لپاره خپله سولهییزه سیاسي مبارزه جاري ساتي.
