پاکستان ۱۰ جون ۲۰۲۶

قومي اقتصادي کونسل مهمه غونډه سبا 11:30 بجې رابلل شوې، د پرمختيايي بودجې او فنډونو د وېش په اړه به پرېکړې کېږي

اسلام‌اباد(نوې ژوند ویب نیوز)د قومي اقتصادي کونسل مهمه غونډه سبا د ورځې په 11:30 بجې د وزيراعظم په مشرۍ رابلل شوې ده چې پکې به د ټولو څلورو صوبو اعليٰ وزيرانو، د آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان استازي هم ګډون کوي، په غونډه کې به د راتلونکي مالي کال پرمختيايي بودجه، د وفاق او صوبو ترمنځ د فنډونو وېش او اقتصادي اهداف تر غور لاندې ونیول شي، د سرچينو له مخې د 4 زره 715 اربه روپيو د پرمختيايي بودجې وړانديز شوی چې پکې د وفاقي پي ايس ډي پي لپاره 1 زره 126 اربه او د صوبايي پرمختيايي پروژو لپاره 3 زره 138 اربه روپۍ شاملې دي، او د دې منظوري هم د غونډې په مهمو اجنډا کې شامله ده.