کوټه(نوې ژوند ویب نیوز) د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي د نال ـ بسیمه په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د بریالي عملیاتو ستاینه کړې او دا یې د دولت لپاره لویه لاسته راوړنه بللې ده. د هغه په وینا، امنیتي ځواکونو په وخت، منظم او اغېزمن اقدام ترسره کړی چې په پایله کې ۱۴ وسله وال وژل شوي دي. وزیر اعلیٰ ویلي چې په بلوچستان کې د تلپاتې سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د امنیتي ځواکونو قربانۍ د ستاینې وړ دي او دغه عملیات د هغوی د زړورتیا او ژمنتیا څرګندونه کوي. نوموړي همداراز د عملیاتو پر مهال د وژل شوي لانس حوالدار محمد عباس قرباني وستایله او د هغه کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړه. هغه ټینګار وکړ چې د امنیت ضد فعالیتونو، د هغوی د ملاتړ کوونکو او اسانتیا برابرونکو پر ضد به اقدامات دوام ولري او د ترهګرۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره به هڅې نه درېږي.
