هرنای(نوې ژوند ویب نیوز) د هرنای ډپټي کمېشنر میر ارشد حسین جمالي د ولسي خدمتونو د ارزونې لپاره د ډسټرکټ هېډکوارټر روغتون او د نیشنل بانک، او بانک اسلامي په ګډون د بېلابېلو بانکونو ناڅاپي لیدنې وکړې. د روغتون د معاینې پر مهال ښځینه کارکوونکې پر دندو موجودې وې، خو د ډاکټرانو او نورو نارینه کارکوونکو د نه حاضرۍ له امله ډي سي سخته ناخوښي څرګنده کړه او له اړوندو چارواکو یې سمدستي وضاحت وغوښت. نوموړي همداراز د ناروغانو له شکایتونو وروسته د درملو په وېش کې د کمښت موضوع جدي وبلله او د وړیا او بشپړو درملو د برابرولو سپارښتنه یې وکړه. د بانکونو د لیدنې پر مهال یې د امنیتي تدابیرو او د مراجعینو د خدمتونو جاج واخیست او د بانکونو مدیرانو ته یې لارښوونه وکړه چې ټول ماشینونه دې ۲۴ ساعته فعال وساتي او د نغدو پیسو د کمښت شکایتونه دې ژر حل کړي، که نه نو قانوني اقدام به وشي. بل لور ته، د ایشین بزنس فورم پاکستان څانګې مشرې فهیمده کوثر جمالي ویلي چې دغه نړیوال فورم په ۵۴ هېوادونو کې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو لپاره فعال رول لري او د پاکستان او نړۍ ترمنځ د صنعتي اړیکو د پیاوړتیا او د ځوانانو د نړیوالو سوداګریزو فرصتونو سره د نښلولو لپاره به مهم ګامونه پورته کړي.
