اسلام آباد (نوی ژوند ویب سائټ نیوز) وزیراعظم شهباز شریف د قومي اقتصادي کونسل په غونډه کې وویل چې د بجټ جوړولو په اړه د وفاق او صوبو ترمنځ څو اوونۍ مشورې روانې دي او له ټولو وزیراعلیانو یې د همکارۍ مننه وکړه، هغه وویل چې وفاق او صوبو د اقتصادي پرمختګ او ولسي ګټې لپاره مهم ملي فیصلې کړې دي او له ستونزو سره سره ټولو د IMF پروګرام د عملي کولو لپاره ګډ کار کړی، وزیراعظم وویل چې د دندې فرصتونه زیاتول، صادرات لوړول او اقتصادي ثبات ترلاسه کول زموږ ګډه ذمه واري ده، هغه زیاته کړه چې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره نور وسایل پکار دي او د امنیتي ځواکونو د قربانیو په برکت دا هدف ترلاسه کېدای شي، وزیراعظم وویل چې د اقتصادي ستونزو باوجود د دفاع لپاره د فنډونو برابرول د حکومت لومړیتوب دی او ملي یووالی د ترهګرۍ په ختمولو کې مهم رول لري۔
