اسلاماباد، (نوې ژوند ویب نیوز) د سرچینو له مخې صوبې د وفاق د مالي کسر د پوره کولو لپاره رضامند شوي او د مجموعي 1700 ارب روپیو د مالي مرستې غوښتنې په اړه مهم پرمختګ شوی دی، په اسلاماباد کې د حکومت او پيپلز ګوند د بجټ ټېکنیکل کمېټې ګډه غونډه ترسره شوه چې پکې د مالي کسر د پوره کولو طریقه هم نهایي شوه، د راپورونو له مخې پنجاب له مخکې نه د 500 ارب روپیو څخه زیات د وفاق د ملاتړ لپاره رضامندي ښودلې ده، په غونډه کې د پيپلز ګوند له خوا سلیم مانډوي والا، نوید قمر او شيري رحمان ګډون درلود، په داسې حال کې چې د حکومت له اړخه نائب وزیر اعظم اسحاق ډار، د مالیې وزیر محمد اورنګزیب او د ایف بي آر چارواکي هم موجود وو، سرچینې وايي چې د وفاقي بجټ به د جمعې په ورځ وړاندې کېږي او د قومي اقتصادي کونسل، قومي اسمبلۍ او سینیټ د بجټ غونډې هم سبا رابلل شوې دي، د اقتصادي سروې د پنجشنبې په ورځ د وړاندې کېدو امکان هم شته.
