کوټه (نوی ژوند ویب سائټ نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې امریکا د پاکستان په غوښتنه د ایران پر ضد ممکنه پوځي کارروایي ودروله، د هغه په وینا د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او وزیراعظم شهباز شریف د هغه “ښه ملګري” دي او دواړه غوره شخصیتونه لري، ټرمپ وویل چې پاکستان لا هم د ایران په اړه د سفارتي هڅو لړۍ روانه ساتلې ده، دا څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي او ډیپلوماټیکو اړیکو په اړه بحثونه زیات شوي، خو تر اوسه د پاکستان او ایران له لوري رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی۔
