تازه خبرونه ۱۰ جون ۲۰۲۶

ټرمپ: ایرانیانو عصري اپاچي هیلی کاپټر رانسکور کړی، ځوابي اقدام ضروري دی

(نوې ژوند ویب نیوز)د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ ویلي چې د هرمز تنګي په شاوخوا کې د ګزمې پر مهال د امریکا یو عصري اپاچي هیلی کاپټر ایرانیانو رانسکور کړی دی. هغه په خپل بیان کې ویلي چې د امریکا پوځ ورته خبر ورکړی چې په دغه هیلی کاپټر کې دوه پائلټان سپاره وو، خو دواړه خوندي پاتې شوي دي. ټرمپ دغه پېښه جدي بللې او ویلي یې دي چې د دې اقدام په ځواب کې باید لازم غبرګون وښودل شي. بل لور ته د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، لا تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې هیلی کاپټر د تخنیکي ستونزې له امله لوېدلی که د برید په نتیجه کې، او په دې اړه پلټنې روانې دي.