تازه خبرونه ۱۰ جون ۲۰۲۶

ټرمپ: په هرمز تنګي کې مو د خفيه ماموريت له لارې د بېړیو مرسته کړې

اسلام آباد (نوی ژوند ویب سائټ نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې تېرې میاشتې د امریکا پوځ ته د هرمز تنګي کې د تېلو ټانکرونو او تجارتي بېړیو د مرستې لپاره د یو خفيه ماموريت لارښوونه شوې وه، د هغه په وینا د دې ماموریت له امله تر 200 زیات تجارتي کښتۍ په خوندي ډول له تنګي تېرې شوې او تر 10 کروړه زیات بیرله تېل نړیوالو بازارونو ته رسېدلي، ټرمپ وویل چې دا بریا ځکه ممکنه شوه چې د هرمز تنګي کنټرول د امریکا سره دی نه د ایران سره، هغه دا هم وویل چې د ایران اقتصاد کمزوری شوی او نړیوال رول یې پای ته رسېدلی دی۔