مالدیپ (نوی ژوند ویب سائټ نیوز) پاکستان د څلور اړخیز نړیوال فوټبال ټورنامنټ په فاینل کې افغانستان ته 0-2 ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه، د پاکستان لپاره شائق دوست په 24مه دقیقه کې لومړی ګول وکړ او هارون حامد په 90+4 دقیقه کې دوهم ګول وواهه، پاکستان په ټورنامنټ کې په درې لوبو کې دوه بریاوې او یوه مساوي لوبه کړې وه او فاینل ته رسېدلی و، د پاکستان فوټبال فډرېشن چارواکو لوبډلې ته مبارکي ورکړې او د انعامونو اعلان یې هم کړی، دا بریا د څو لسیزو وروسته د پاکستان لپاره یوه لویه نړیواله لاسته راوړنه بلل کېږي۔
