مقامی ۱۰ جون ۲۰۲۶

پر ښځینه ډاکټر د تېزابو برید وحشیانه او د انسانیت ضد عمل دی: نصرالله خان زیرې

کوټه(نوې ژوند ویب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبایي مشر نصرالله خان زیرې په سول روغتون کوېټه کې پر ښځینه ډاکټر ماه نور ناصر د تېزابو د برید پېښه په کلکو ټکو غندلې او دا یې غیر انساني، وحشیانه او د اخلاقي ارزښتونو خلاف عمل بللی دی. نوموړي د ینګ ډاکټرز ایسوسی ایشن د احتجاجي کمپ د لیدنې پر مهال وویل چې دا برید یوازې پر یوې ډاکټرې نه، بلکې پر ټول طبي سکتور او د ښځو پر عزت برید دی. هغه اندېښنه څرګنده کړه چې که په دولتي روغتون کې ښځینه ډاکټره خوندي نه وي، نو د عامو خلکو د امنیت ادعاوې تر پوښتنې لاندې راځي. نصرالله خان زیرې له حکومت څخه وغوښتل چې په ټولو دولتي روغتونونو کې عصري امنیتي سیستمونه نصب کړي او د پېښې عاملین ژر تر ژره ونیسي او د قانون له مخې سخته سزا ورکړي.