مقامی ۱۰ جون ۲۰۲۶

په قامي لویه لاره وسله والو غلو ډزې، ۵ مسافر ټپیان ټرانسپورټرانو احتجاجي دهرنا روانه ده

کوټه (نوی ژوند ویب سائټ نیوز) د کچي په سیمه کې د قامي لویې لارې په لمجي سیمه کې ناوخته شپې وسله والو غلو پر مسافر وړونکو ګاډو بې توپیره ډزې کړې او د وسلې په زور یې له مسافرو څخه لوټ مار کړی، د پېښې له امله د وین ډرایور په ګډون ۵ مسافر ټپیان شوي چې ښځې هم پکې شاملې دي، غلو له مسافرو څخه لکونه روپۍ نقدي، موبایلونه او نور قیمتي توکي لوټ کړي او له سیمې تښتېدلي دي، له پېښې وروسته ټرانسپورټرانو او مسافرو سخت احتجاج کړی او قامي لویه لاره یې تړلې چې له امله یې د ګاډو اوږدې قطارې جوړې شوې او مسافرو ته سختې ستونزې پېښې شوې دي، مظاهره کوونکي وایي تر هغو چې د امنیت ضمانت او د غلو نیول نه وي شوي، د دوی احتجاج به دوام لري۔