تازه خبرونه ۱۰ جون ۲۰۲۶

په پکتیکا کې د هاوان مرمۍ چاودنې ۷ کسان وژلي

کوټه (نوی ژوند ویب سائټ نیوز)د افغانستان د پکتیکا ولایت په یوه سیمه کې له کثافاتو څخه موندل شوې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله ۷ کسان وژل شوي او ۴ ماشومان ټپیان شوي دي. د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د پولیسو چارواکو ویلي چې په وژل شویو کسانو کې ۵ ماشومان هم شامل دي. راپور زیاتوي چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه کله چې ځینو کسانو هڅه کوله یاده مرمۍ ماته او یا جلا کړي. ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د جګړو له پاتې شونو چاودېدونکو توکو سره تړلو پېښو کې روان کال تر دې مهاله ۱۲۶ کسان وژل شوي دي.