مقامی ۱۰ جون ۲۰۲۶

ډاکټر ماه نور باندې د تېزاب حملې پر ضد د ینګ ډاکټرانو بیړنۍ خبري غونډه، د ټول بلوچستان احتجاج د پراخولو ګواښ

کوټه (نوی ژوند ویب سائټ نیوز) د سول روغتون کوټې کې د ینګ ډاکټرز ایسوسی ایشن (وای ډي اې) له لوري بیړنۍ خبري غونډه ترسره شوه چې پکې د سول روغتون د ښځینه پی جي ډاکټرې ماه نور پر وروستي تېزاب حملې سخت غندنه وشوه او دا پېښه د طبي ټولنې او ټولنیزو رویو پر ضد برید وبلل شو، د وای ډي اې مشرانو ډاکټر حی بلوچ او ډاکټر بهار شاه په خپله وینا کې حکومت او ادارو ته خبرداری ورکړ چې که غوښتنې ونه منل شي نو احتجاج به له سول روغتون څخه تر ټول بلوچستانه وغځوي، دوی وویل چې د ورځې په رڼا کې پر یوې ښځینه ډاکټرې د تېزاب حمله د ډاکټرانو ترمنځ سخت ویره او غصه پیدا کړې ده، مشرانو د پېښې د عدالتي پلټنې، د ډاکټرانو د خوندیتوب لپاره ځانګړي قانون او د پنجاب په طرز فول پروف امنیت غوښتنه وکړه، دوی تور ولګاوه چې په دې پېښه کې د صحت سیکرټري او ایم ایس سول روغتون ادارې غفلت کړی او باید له دندو لرې کړل شي، د ډي آی جي پولیسو د څرګندونو په اړه هم سخت غبرګون وښودل شو او وویل شول چې د دې پېښې کم ارزښت ورکول غیر مسوولانه عمل دی، ینګ ډاکټرانو اعلان وکړ چې د 13 جون په ورځ به له شیخ زید روغتون څخه تر کوټه پریس کلب پورې لوی احتجاجي لاریون کوي او که حکومت د ډاکټرانو د خوندیتوب لپاره ژر اقدامات ونه کړل نو احتجاج به لا شدید شي.